مينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مينه يا محبت په پښتو ژبه کې هم ډېري معناوې لري. مينه څو ډوله کيداي سي، مينه د انسان حيوان او داسي نورو ډيرو شيانو سره کيدای سي. دا معمولي هم کيدای سي، او خطرناکه هم، او دا چي کله د انسان تر وس تيره سي نو انسان خپل ځان هم وژني، انسان په داسي حال کې ځانوژنه کولاي سي، چي د يوي انجلي سره مينه وکړي، او د هغي واده يو بل ځاي وسي، په افغانستان کې هغه ځوانان چي د طالبانو سره يوځای شي، نو هغوي بيا په اسلام مين کړي، او لدې لارې هغوی په دین مین شي او اسلام ته خدمت کوي.

مينه او محبت په اسلام کې[سمول]

مينه او محبت په جايز (رواه) او نا جايز تقسيم شوی دی . ۱- د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم سره محبت واجب بلکي دا محبت د ايمان شرط دی .

قال الله تعالی : [وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ] (البقرة 165 ) ژباړه: او هغه کسان چې (پر الله ) ايمان لري د دوی مينه د الله سره ډيره زياته ده. همدارنګه رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي :«لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» . (المسلم ۴۴ ) . ژباړه: ستاسې نه څوک تر هغه پورې د کامل ايمان څښتن نشي کيدای څو پورې زه ور ته له خپل پلار ، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم .

د قيامت په ورځ به اووه کسه د عرش تر سيورې لاندې د هغې ډلې به يو هغه کس وي چې : « وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ» (البخاري ) .

يعنې : هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی

او فرمايي :«أفضل الأعمال الحب في الله والبغض في الله» (راوي : ابوذر غفاري – ابوداؤد 4599).

يعنې : بهترين عمل دوستي دپاره د الله (جل جلا له) او دوښمني د پاره د الله (جل جلا له) وي .

۳- د خپلې ښځې ، اولاد ، والدينو او خپلوانو سره محبت کول فطري محبت دی ، جايز او مستحب محبت دی ، همدارنګه د سفر د ملګري ، ګاونډې ، د معاملې د شريک سره محبت کول مباح دي .